زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/04/21 - 05:09:2
زيارة: 310
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې
 افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې

انصار: (د غویی 2مه)، بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو یوه ۱۲ کسیزه جرګه ګۍ افغانستان ته تللې او د طالبانو حکومت له چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخته ده.

په دې جرګه ګۍ کې عملي او فرهنګي شخصیتونه راټول شوي او افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازې ورکولو په ګډون بېلابېلو مهمو مسایلو اړوند غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

د دې جرګه ګۍ یوه غړي او له رسنیو سره د خبرو مسوول ډاکتر حکمت الله حکمت بي بي سي ته ویلی چې تر دې دمه یې د ریاست الوزراء پر سیاسي او اداري مرستیالانو سربېره د طالبانو حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو او همدا راز پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره لیدلي دي.

هغه وویل چې د نجونو ښوونځي او د ښځو کار په دغو ټولو کتنو کې د دوی غټه او اصلي غوښتنه وه.

خو نوموړی زیاتوي چې طالب مشرانو ته یې پر دې ورهاخوا په حکومتي اډانه کې د اداري اصلاحاتو، د مسلکي کدرونو د جذب، د یوه ټول منلي حکومت او د ولسونو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د کار غوښتنه او سپارښتنه هم کړې ده.

ښاغلي حکمت وايي د طالبانو حکومت نږدې دغو ټولو چارواکو یې غوښتنې او وړاندیزونه په ورین تندي اورېدلي او ورته ویلي یې دي، چې له خپل مشرتابه سره به یې شریکې کړي.

طالبان که څه هم وايي چې د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه دایمي نه دي، خو د دوی پر بیا واکمنېدو د شاوخوا دوه نیم کاله له تېرېدو سره سره ورته تر دې دمه حل لاره نه ده موندل شوې.

په دې موده کې افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه نور هم اضافه شوي دي.

د نوموړي په وینا دغو طالبانو چارواکو ورته ویلي، پر داسې لارو چارو کار کوي چې ټولو ته د منلو وي او په دغو برخو کې ستونزې او خنډونه د تل لپاره حل شي.

هاخوا د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر دفتر هم یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له اروپايي هېوادونو دغو ورغلو شخصیتونو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو د استفادې برخو کې ځانګړې پاملرنه غوښتې ده.

پر دې ورهاخوا د طالبانو په حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو هم له سراج الدین حقاني او امیر خان متقي سره د دې جرګه ګۍ د غړو د کتنو په تړاو اعلامیې خپرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي حقاني دغو شخصیتونو سره لیدنه کې ویلي، چې د تعلیم بحث موږ پورې اړه لري، موږ خپله یې زمینه مساعدوو؛ ځکه چې دا زموږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي.

خو په دې اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت په اړه د ښاغلي حقاني له خولې ویل شوي، چې دنیا باید نور دا حقیقت ومني او دې سره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، همداسې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې زموږ ملي حاکمیت سره پُخلا نه وي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31203






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی